د ایکنانیوز راپور راکړی،د ملایشیا د قرآن دنړیوالو سیالیو ۶۵ پړاؤ سږ کال په دوو مرحلو، مجازی (مقدماتي او انټرنیټي ) او حضوري (نهائی) ترسره کېږي.
د دغې پېښې د جزییاتو له مخې، مجازی مرحله د ۱۴۰۴ کال د غواي له ۲۷ مې څخه تر غبرګولي ۳ مې پورې او حضوري مرحله د زمري له ۱۱ څخه تر ۱۸ پورې په کوالالمپور کې ترسره کېږي.
د اعلان له مخې، د ایران استازی په دغه پړاؤ کې له مجازی مرحلې معاف شوی او مستقیم به په حضوري یا نهایی مرحلې کې ګډون کوي.
د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآنی چارو د مرکز د مسؤلانو په وینا، دا معافیت د قرآنی چارو مرکز له ملایشیا د سیالیو له کمیټې سره د خبرو او د ایران د استازو د لوړې کچې په ټینګار سره ترلاسه شوی دی.
د ملایشیا د قرآن د نړیوالو سیالیو د ۶۵ دورې د ایران استازی محسن قاسمی دی. دا ځوان قاري تېر کال د قرآن کریم د ۴۷ ملي سیالیو په دوره کې د سیدجاسم موسوي او مسعود نوري وروسته درېیم مقام ترلاسه کړ.
محسن قاسمی د ۱۳۶۶ کال د غواي په لومړۍ نېټه د پارسآباد مغان په ښار کې زیږېدلی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4283124/